جنوبي وزيرستان کې وسله والو ۶ سرتېري وژلي

د خپريدو وخت: 12:56 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

پاکستاني چارواکي وايي وسله والو طالبانو د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د پوځ پر يوې چوڼۍ بريد کړی دی.

دوی وايي د اورپکو په دغه بريد کې شپږ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

خو د طالبانو يوه وياند ويلي په دغه بريد کې يې ۱۲ پوځيان وژلي چې له ځينو يې سرونه غوڅ شوي دي.

حکومت وايي د پوځيانو په متقابل بريد کې لس وسله وال هم وژل شوي دي.

خبريالان وايي په جګړه کې د وژل شويو شمېر ځکه نه شي تايدېدی چې دغې لرې پرتې سيمې ته خپلواک لاسرسی ناشونی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .