اوکرايني محکمې د یوليا تېموشينکو اپيل رد کړی

د خپريدو وخت: 08:43 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

په اوکراين کې سترې محکمې د پخوانۍ لومړۍ وزيرې یوليا تېموشېنکو اپيل رد کړی دی.

دا له دې امله په اووه کاله بند محکومه شوې چې له روسيې سره د غازو د تړون پر مهال يې له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د دې ملاتړي وايي چې اغلې تيموشينکو پر ضد پرېکړه سياسي اړخ لري.

د يوليا تېموشېنکو وکيلانو د دې قضيه د بشري حقونو اروپايي محکمې ته استولې ده.

نړېوال د دې د درملنې له امله په اندېښنه کې دي، ځک اغلې يوليا د ملا له درده کړېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .