آيزاک توپان نيو اورلينز ته رسېدونکی دی

د خپريدو وخت: 10:55 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

په امريکا کې د بېړنيو چارو چارواکي وايي د آيزاک توپان به پر ځمکه د ښکته کېدو وروسته خطرناک باد او باران توليد کړي.

آيزاک توپان چې باد او باران ورسره مل دی او چټکتيا يې په ساعت کې ۱۳۰ کيلومترو ته رسېږي د نيو اورلينز ښار پر لوري روان دی.

د ځايي رسنيو راپورونه وايي د اوبو څپې د سېلاو د مخنيوي لپاره د جوړ شوي دیوالونو سرونو ته رسېږي.

د لويز يانا په سویل ختيځ کې د قوي سيلاو ګواښ رامنځته شوی او د دغې سيمې زرګونه کسانو له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.

هغه کسان چې په سيمه کې پاتې شوي دي په ځان پسې يې ورونه کلک کړي دي.

ولسمشر اوباما خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ځايي چارواکو په لارښوونو عمل وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .