ترکیه: سوريي کډوالو ته دې مېشت غالي جوړ شي

د خپريدو وخت: 12:33 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

ترکېې د ملگرو ملتو په امنيت شورا غږ کړى، چې هغه زرگونه کډوالو ته د سوریې دننه مېشت غالي جوړ کړي چې د حکومتي او ياغي ځواکونو ترمنځ نښتو له امله تېښتې ته اړ شوي دي.

د ترکېې د بهرنېو چارو وزير احمد داود اوغلو، امنيت شورا ته وويل هېواد یې نه شي کولای د هغو لوی شمېر کډوالو غم وخوري چې ترکېې ته ورمات شوي دي.

هغه وویل، ګډوال په داسې لوړه کچه ور روان دي، چې ترکیه یې د ځای پر ځای کېدو چاره نه شي سمبالولی.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وویل، ګډوالو ته د خوندي ځای جوړول امکان لري خو وايي په اوسنیو حالاتو احتمال نشته.

"موږ د راتلونکي لپاره هیڅ یوه لاره له پامه نه غورځوو. موږ نه پوهېږو چې دغه کړکیچ به په راتلونکي میاشتو کې څنګه وي. ځکه دغه بحران پرلپسې خرابېدونکی دی. موږ په پراخه کچه د بندیزونو د لګولو پلان لرو خو له دې سره د خوندي سیمو رامنځ ته کول هم اړین دي، چې پوځي مداخلې ته اړتیا لري، چې امنیت شورا یې باید تصویب کړي".

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .