په امریکا کې د یوه خطرناک ویروس د خپرېدو ویره

د خپريدو وخت: 11:21 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

په امريکا کې د روغتيا چارواکي وايي تر ۱۰ زرو پورې کسان کېدی شي د کليفورنيا (يوسيميټي) ملي بڼ کې د يوه شونی مرګوني ويروس د خپرېدو له امله له خطر سره مخامخ وي. په دغه پارک کې د کمپ سيمي ته ۶ تنه ورغلي کسان له وړاندې په دغه ويروس اخته شوي، چې دوه تنه يې مړه شوي دي.

دغه ناروغي چې د سږي ستونزو او زکام ته ورته نښو لامل کېږي درملنه يې نه شته او پرمختګ يې اوونۍ وخت نيسي. ګومان دی چې دغه ناروغي د هغو موږکانو له امله خپره شوې وي چې د کمپ استوګنې کابينونو د فاضله توکيو وتو ځايونو کې يې ځالې جوړې کړې وې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .