امريکا د نويو افغان پوليسو روزنه ځنډولې

د خپريدو وخت: 09:19 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

په کابل کې امريکايي چارواکو ويلي چې د نويو جذبېدونکو ځايي افغان پوليسو روزنه يې ځنډولې ده.

ښايي د امريکا دغه ګام چې دوی يې موقتي بولي شاوخوا زر کسه اغېزمن کړي.

پر همدې مهال د اوسنيو پوځيانو لپاره نوي او نور سخت شرايط معرفي شوي دي.

دا به دغه راز د پوليسو او اردو د يونيفورم خرڅلاو هم غير قانوني کړي.

دغه ګامونه وروسته له هغه پورته کېږي چې په وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونو پر ناټو سرتېرو بريدونه ډېر کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .