د مالي اسلام پالو یو ښار نیولی

د خپريدو وخت: 05:38 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

په مالي کې اسلام پالو اورپکو د یوه مهم ښارګوټي کنترول خپل کړی دی.

د ډیونټزا ښارګوټي له نیولو سره د هیواد په شمال کې د اورپکو تر کنترول لاندې سیمه لا پراخه شوې ده.

د سیمې اوسیدونکي وايي دغې ډلې چې ځان د یوالي او جهاد تحریک بولي د سیمې د کنترول له خپلو دمخه د لنډ وخت لپاره له سیمه ییزو ملیشه وو سره مخامخه شوه.

دغه ښارګوټي ستراتیژیک ارزښت لري او له دې سره اورپکې مرکز ته نیژدي شول.

مالي تر روان کال پورې په لویدیځې افریقا کې یو له باثباته هیوادونو و خوسږکال پکې له پوځي کودتا وروسته د هیواد د شمالي برخو کنترول اورپکو خپل کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .