په مصر کې لومړی ځل د ټیلویزیون ویانده په حجاب کې راڅرګنده شوه

د خپريدو وخت: 04:34 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391

په مصر کې د لومړي ځل لپاره يوه ويانده راڅرگنده شوه چې په ججاب کې يې خبرونه يې ولوستل.

دا لومړى ځل دى چې د دغه هيواد د ټلويزيون د خپرونو له پيله چې په ١٩٦٠ کال کې يې خپرونې پيل کړي يوه ميرمن په حجاب کې په ټلویزیون راڅرگنديږي او خبرونه وايي.

دغه ويانده چې فاطمه نبيل نوميږي تورې جامې او سپين بخونى ټيکرى يې پر سر و د بي بي سي سره يې په مرکه کې وويل چې اوس د انقلاب اغيز تر دولتي ټلويزيونه راورسيد.

تر دې وړاندې چې هرې ميرمنې ټيکرى په سراوه نو د ټلويزيون په ښيښه به نه شوه راڅرگنديدلاى .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .