له لویدیځې غاړې څخه درې سوه اسرایلیان اېستل کیږي

د خپريدو وخت: 07:44 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391

په لویدیځه غاړه کې د یوې یهودې میشتې مینې څخه درې سوه اسرایلې اوسیدونکي ایستل کیږي چې دا چاره د ځینو مخالفو ډلو لخوا له سختو نیکو سره مخامخ شوې ده.

د بيت المقدس شمال ته د ميگرون مېنه د اسرايلود لومړي وزير بين يمين نتانياهو په سپارښتنه خالي کيږي .

د ميگرون اوسيدونکې بايد ددې اونۍ تر سې شنبې ورځې پورې له دغې سيمې څخه ووځي . ددوﺉ د وتلو بهير د يکشنبې ورځ له کومې بدي پيښې پرته پر مخ لاړ خو پولیسو ددغه بهیر اته تنه مخالفین نیولي دي .

د اسرایلو سترې محکمې ویلي چې د غونډیو پر سر دغه مېنې په ناقانونه توګه د فلسطین اړوند خاوره کې جوړي شوې دي .

په لویدیځه غاړه کې د بي بي سي خبریال وایې ددې مینې خالي کیدل په سمندر کې د یوه څاڅکې مانا لري ، ځکه اوس شاوخوا نیم میلیون اسرایليان د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې ژوندکوي .

د اسرایلو محافظه کارو ډلو د محکمې د دغې پريکړې پر وړاندې سخت غبرگون ښودلى او ډيرې نيوکې يې پرې کړې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .