په یمن کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو بمبار کړی

د خپريدو وخت: 04:25 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391

له يمنه رارسيدلي رپوټونه وايي چې د امريکې د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کې د القاعدې سره تړلي پنځه مشکوک کسان وژل شويدي .

په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ميرمنې دي . دغه بريد چې د يمن پلازمينې ته څيرمه د رادا په سيمه کې شوى ترې وړاندې د دغه هيواد په ختيځې سيمې هدراموت کې هم ورته بريد شوى و چې د خالد په نامه د القاعده شبکې د يو قومندان په گډون په کې اتلس کسه وژل شوي و .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .