بیلفاسټ کې بلوا دوام لري

د خپريدو وخت: 04:51 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391

شمالي ايرلندن کې پوليس وايي د پرله پسي دوېمې شپې لپاره بيلفاست کې بلواوې دوام لري. بلواو کوونکو د پوليسو افسران په خښتو ، اورشيندو او پطرولي بمونو ويشتي دي او هغوى يې ځواب په پلاستيکي او ربړي گوليو ورکړى دى .

په دې اخ وډب کې تراوسه پورې نهه تنه پوليس ژوبل شوي دي. تاوتريخوالى دتيرې يکشنبې په ورځ له هغه وروسته رامنځته شو چې برتانيا پلوه پروتيستانو د آريشي جمهوريت غوښتونکو پر پريډ بريد وکړ .

چارواکي وايي د اوړي پر مهال هرکله ددوى ترمنځ ترينگلتيا ډيرېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .