سوري مخالفانو حکومتي پوځ په نویو وژنو تورن کړ

د خپريدو وخت: 04:21 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391

سوريه کې حکومت مخالین وايي د هيواد په شمالي الباب ښار کې تر ديرشو ډير کسان د حکومتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي .

ددوى په وينا په وژل شويو کې څو تنه ميرمنې اوماشومان هم شامل دي .د سوري حکومت مخالفانو دا هم ويلي دي چې شاوخوا سل تنه نورد هيواد په بيلابيلو سيمو کې ژوبل شوي هم دي .

د سوري حکومت د اطلاعاتو وزير ويلي دي چې د تاوتريخوالي پاى ته رسولو لپاره هر ډول سياسي اقداماتو سره به د ياغيانو پر ضد عمليات دوام وکړي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .