په الجزېره ویبپاڼه انټرنیټي برید شوی

د خپريدو وخت: 05:14 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

د الجزیره په عربي ویبپاڼه د سې شنبې په ورځ د هغو کسانو له خوا انټرنیټي برید شوی، چې ویل کیږي د بشار الاسد د دولت پلویان دي. هیکرانو د پاڼې په مخ داسې پیغام پرې ایښی، چې د بشار الاسد د مخالفانو او دولتي ځواکونو تر منځ د نښتو په اړه د رپوټونو چمتو کولو پر مهال د الجزېره د کار په څرنګوالي نیوکې په کې شوې دي. د الجزیرې ټیلویزوني خپرونې له کومۍ ستونزې سره نه دي مخامخ شوې. الجزیره خبري سروس چې مرکز يي په قطر کې دی، عربي پسرلي ته او همدا راز د سوریې نښتو ته په خپل خبري پوښښ کې ډېر ځای ورکړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .