کاناډا: په ټاکنیزو مراسمو ډزې شوې

د خپريدو وخت: 09:54 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

د کاناډا په کیوبک نومي هغه ایالت کې، چې فرانسوي ژبه په کې ویل کیږي، په انتخاباتو کې د بیلتون غوښتونکو د بریالیتوب په اړه مراسمو کې د یوه کس د ډزو له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

په ټاکنو کې د بیلتون غوښتونکي ګوند پي کیو له بریالیتوبه وروسته په مونټریال کې د ګوند مشر پاولن مورس وینا کوله، چې یوه سړي په سالون کې ډزې وکړې.

تر اوسه پورې د نیول شوي پنځوس کلن برید ګر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي. د ټیلویزون په رپوټ کې ولېدل شو، چې برید ګر د سالون نه د باندې له ټوپک سره ونیول شو.

د مونټریال پولیس ویندوی ډینیل رچر وايي تر اوسه د دغه برید سبب معلوم نه دی او زموږ تحقیق کونکي هڅه کوي وپوهیږي، چې څه پېښ شوي دي.

په ایالت کې بېلتون غوښتونکي ګوند له یو سل پنځه وېشت څوکیو څخه د څلورپنځوس څوکیو د ګټلو ادعا کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .