د ماین په چاودنه کې د ځايي پولیسو قومندان ووژل شو

د خپريدو وخت: 11:16 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي، د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د ځايي پولیسو یو قومندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د چهار درې ولسوال محمد زلمي فاروقي بي بي سي ته وویل: د هغه ماین په چاودنه کې چې په سړک کې خښ کړل شوی و، یو سرتېری هم وژل شوی دی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی دی او وايي ۱۲ تنه پولیس يي وژلي دي، خو په کندوز کې چارواکو د ‌طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .