دفاع وزارت: د ملي اردو ټول افسران لوستي دي

د خپريدو وخت: 04:33 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391

د لیک لوست د زده کړې د نړیوالي ورځې له رارسېدو سره سم د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو ویلی، چې دا مهال د ملي اردو نژدې اویا زره سرتېري او د دې وزارت کارکونکي د لیک لوست په زده کړه بوخت دي. د دغه وزارت مسوولینو بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه پورې نژدې پنځه وېشت زره سرتېرو د لیک لوست د زده کړې کورسونه پای ته رسولي دي. دغه مقامات وايي د افغان پوځ ټول افسران لوستي دي، خو د دوی په خبره اوس هم یو شمېر سرتېري د لیک لوست له نعمته بې برخي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .