ایراني چارواکي: افغان کډوالو ته اسانتیاووې چمتو کوو

د خپريدو وخت: 09:45 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د هېواد حکومت يي هڅه کوي ایران ته د افغانانود تګ راتګ او هلته د مېشت افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي.

ده په کابل کې د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د ګډ کمېسیون د څلورمې غونډې پر مهال په کابل کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په ایران کې مېشت افغان کډوال په بیا بیا له دوی سره د ایراني چارواکو له چلند نه شکایت کوي.

په ایران کې دا مهال نژدې دوه ملیونه افغان کډوال اوسیږي. د ایران حکومت د دې کډوالو نیمايی غیر قانوني کډوال بولي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .