د چین زلزلې ۴۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 08:09 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

د چين سويل لويديځ د زلزلې يو لړ ټکانونو لړزولی چې له امله يې له ۴۰ زيات کسان وژل شوي او لسګونه زره نور د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي.

حکومتي رسنۍ وايي د زلزلې دغو څپو شاوخوا شل زره کورونو ته زيان اړولی دی.

د پنځه اعشاريه اووه درجو زلزلې د يانن او ګوانژو ترمنځ سيمې او کلي ځپلي دي.

حکومتي رسنۍ وايي د ژغورنې ډلې او بېړني توکي سيمې ته استول شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .