له کاناډا ایراني دپلوماتان ایستل کېږي

د خپريدو وخت: 04:06 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391

کاناډا له ايران سره خپل ديپلوماتيکه راشه درشه ودرولې او ايراني ديپلوماټانو ته يې پنځه ورځې ورکړي چې له کاناډا ووځي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بېرد ايراني ډيپلوماټانو ته په پنځو ورځو کې د دغه هېواد د پرېښودو لارښوونه کړي حال دا چې په تهران کې يې د کاناډا سفارت د سملاسي تړلو حکم کړى.

ښاغلي بېرد په يوې خپرې شوې وينا پاڼه کې پر ايراني رژيم د ترهگرۍ د سمبالولو تور لگولى او ويلي دي چې د بشارالاسد د واکمنۍ ملاتړ کوي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت همداراز ويلي چې ايران د خپل اټومي پروگرام په تړاو د ملگرو ملتونو له پريکړه ليکونو نه سرغړاوى او اسراييل يې گواښلى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .