پاکستان او هند تړون لاسلیک کړ

د خپريدو وخت: 16:06 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391

پاکستان او هند یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې دواړو هېوادونو ته د سفر محدودیتونه راکم شي.

دغه تړون اسلام آباد ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس ایم کرېشنا د سفر پر مهال شوی دی.

دوی هڅه کوي چې دوې اړخیزې اړیکې بیا ټینګې کړي چې د ممبۍ تر بریدونو وروسته سختې زیانمنې شوې وې.

هند له پاکستانه غواړي چې په برید کې د شکمنو لاس لرونکو کسانو د محاکمې چارو پرمختګ چټک کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .