طارق الهاشمي د اعدام پرېکړه سیاسي بولي

د خپريدو وخت: 11:52 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

د عراق فراري مرستيال ولسمشر طارق الهاشمي له هغه يوه ورځ وروسته چې په غياب کې د مرګ په سزا محکوم شو په خپل غبرګون کې دغه پرېکړه سياسي بللې ده.

الهاشمي چې په ترکيه کې د جلاوطنۍ شپې ورځې تېروي ويلي، دی د محکمې پرېکړه نه مني او په خبره يې دا ساخته ګي ده.

ښاغلی الهاشمي چې سني دی په هغه پسې د دې کال په لومړيو کې له عراق نه وتښتېد چې تور پرې پورې شو د وژنو تر شا لاس لري.

ده په عراق کې پر ټولو غاړو غږ وکړ چې د فرقه يي تشنج څخه ځان وژغوري چې د ده په خبره شيعه لومړی وزير نوري المالکي يې د پيدا کولو هڅې کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .