د سوریې حلب کې چاودنې ۱۷ کسان ووژل

د خپريدو وخت: 04:25 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

د سوریې په حلب ښار کې یوه موټر بم چاودنې لږ ترلږه ۱۷ کسان ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.

د سوریې دولتي تلویژون د ویجاړو شویو ودانیو او هغو ژغورونکو تصویرونه وښودل چې د خاورو له لاندې نه یې خلک ایستل.

د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستي خو د سوریې دولتي آژانس ثنا یې پړه پر ترهګرو اچولې ده. حکومت دترهګرو ټکی یاغیانو ته کاروي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .