د یمن د ملي امنیت مشر له واکه لیرې شو

د خپريدو وخت: 06:40 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391

د يمن ولسمشر عبدالرب منصور هادي د هېواد د ملي امنيت ځواکونو مشر له دندې گوښه کړى دى.

په دې اړه ديمن په حکومتي ټلويزيون کې اعلان داهم په ډاگه کړه چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ميرنى ورور هم ددفاع وزارت له يوې مهمې څوکۍ نه ليرې شوى دى.

ولسمشر هادي دخليج د هغې معاملې چې ولسمشر صالح يې له واکه ليرې کړ، د يوې برخې په توگه د يمن د امنيتي ځواکونو له سره جوړول پيل کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .