په بلوچستان کې وسله والو اووه تنه ووژل

د خپريدو وخت: 09:50 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکي وايي نا معلومو کسانو په هغو مزدورانو ډزې کړې، چې د سړک جوړولو په کار بوخت وو.

امنیتي مسوولین وايي، په دې برید کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي دغه پېښه د مستونګ سیمې په دشت کې هغه مهال وشوه، چې د یوه ودانیز شرکت پر مزدورانو نامعلومو کسانو ډزې وکړې.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .