قاهره: د امریکا سفارت مخ ته احتجاج

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391

د مصر په پلازمېنه قاهره کې په دوهمه شپه هم سلگونه کسان د امريکا د سفارت مخ ته راټول شوي وو، چې د هغه فلم په اړه خپل قهراو غوسه په ډاګه کړي چي په کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوى شوی دی.

یو شمېر احتجاج کونکو د ډبرو وارونه کول او په مقابل کې يې پولېس پرې اوښکې بهونکى ګازکاراوه. د مصر دولتي رسنۍ وايي ددغو احتجاج کونکو له ډلې څخه يو شميريې ټپېان شوي دي .

د اخوان المسلمين ډلې له مصريانو غوښتي چي د جمعي په ورځ د جوماتونو مخ ته سره راټول شي اود دغه فلم په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړي.

بل لور ته د تونس په پلازمېنه کې د څو سوو تنو احتجاج کونکو يوې ډلې وروسته له څو ساعته سوله ایزې مظاهرې، هڅه وکړه چې د امريکا سفارت ته ور واوړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .