امریکاد حزب الله په مشرانو بندیزونه ولګول

د خپريدو وخت: 05:26 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

د امريکا د ماليې وزارت د لبنان د حزب الله پر مشر حسن نصرالله او د دغه گوند په يو شمېر نورو وتلو څېرو نوي بنديزونه لگولي دي.

په هغه خبر پاڼه کې چې د دغه وزارت له لورې خپره شوې د دغو نويو بنديزونو لامل د سوريې له رژيم او د هغه هيواد له ولسمشر بشارالاسد نه د لبنان ملاتړ ښودل شوی دی.

مصطفى بدرالدين او طلال حميه دوه نورې هغه وتلې څېرې دې چې هم يې نومونه د لبنان دترهگرو ډلو په کتار کې ياد شوي او هم د تحريم شويو کسانو په ډله کې شمېرل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .