د افغانستان د کانونو د سروې کار پیل شو

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391

د افغانستان په لوېديځ کې د کانونو د سروې چارې پيل شوې.

په هرات کې د کانو او صنایعو اداره وایي دا چاره د بهرنیو کارپوهانو په مرسته او د ډیرو پرمختللو وسایلو په کارولو سره ترسره کېږي.

په دې پروګرام کې د تېلو او غازو او دغه راز د قیمتي ډبرو کانونه شامل دي.

یوشمېر کارپوهانو دا اقدام د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ډېر ګټور بللی، خو دوی ټینګار پر دې کوي چې دغه چاره باید په ښه کیفیت او د یوه منظم پلان له مخې عملي شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .