امریکا سودان ته سمندري ځواکونه استوي

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391

امريکا سودان ته خپل ځانگړي سمندري ځواکونه هلته پر سفارت تر بريدونو وروسته استوي.

نژدې په ٢٠ اسلامي هيوادونو کې د امريکا او د هغې د متحدينو پر ضد اعتراضونه شوى چې ډېر يې د تاوتريخوالي ډک ول، په خرطوم، تونس او قاهرې کې له پوليسو سره نښتو کې لږ تر لږه اوه کسان ووژل شول.

د اعتراضونو لړي په امريکا کې د جوړ شوى ويدويي فلم چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته په کې سپکاوى شوی دی، تر خپريدو وروسته راوټوکېده .

د مظاهرو لړۍ اوس نايجريا، هند، ماليزيا، اندونيزيا او برتانیا ته هم غځېدلې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .