ابراهیمي: جګړه ټولې نړۍ ته ګواښ دی

د خپريدو وخت: 12:46 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391

د سوريې لپاره نړیوال استازي اخضر براهيمي د سوريې جګړه نه يوازې د سوريې او سيمې لپاره بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ وبلله.

ښاغلي براهيمي دغه څرګندونې د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره له کتنې وروسته په دمشق کې وکړې.

تر ښاغلي براهيمي وړاندې کوفي عنان دغه ماموريت پر مخ بېوه چې د خپل پلان د ناکامېدو له امله يې استعفی ورکړه.

اخضر براهيمي وويل هغه به د سوريې د اتلس مياشتنۍ جګړې په پای ته رسولو کې خپل ټول وس وکاروي:

((زه فکر کوم ولسمشر اسد د سوريې د کړکېچ د ګواښ پر اهميت تر موږ زيات پوهېږي. ما ولسمشر ته وويل موږ به د ملګرو ملتو او عرب ليګ په لارښوونه په خپل په ټول وس کار وکړو. موږ به له دغه امتحانه د سوري وګړو د راوېستو لپاره هر ممکنه ګام پورته کړو.))

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .