کوز دیر کې چاودنې ۱۴مسافر وژلي

د خپريدو وخت: 05:50 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

دخیبر پښتونخوا په کوز دیر کې د ماین چاودنې ۱۴ مسافر وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه د بارودي سورنګ د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده.

په چاودنه کې شپږ نور مسافر ټپیان دي.

پولیس وايي د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.

ویل کېږي چې په مسافر وړونکي ګاډي کې نژدې شل مسافر سپاره وو.

کوز دیر کې وړاندې هم د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې پېښې شوې دي، چې تاو یې ولسي وګړو ته رسېدلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .