د افېس ۲۰۱۳ وروستۍ نسخه په نومبر کې راوځي

د خپريدو وخت: 11:01 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

د کمپیوټري سافټویرونو جوړوونکي امریکايي شرکت مایکروسافټ پتېلې ده چې د دفتري کارونو ټولګه افېس ۲۰۱۳ وروستۍ نسخه د روان کال په نومبر میاشت کې بازار ته راوباسي.

مایکروسافټ په پام کې لري چې د وینډوز ۸ نسخه هم بازار ته راوباسي.

دغه شرکتت هوډ لري چې د افیس ۲۰۱۳ آر ټي ټولګه کې لا ډېرې ځانګړتیاوې ځای پرځای شوي دي، چې د کمپیوټر د بټرۍ عمر هم ورسره اوږدېدلی شي.

په دې ټولګه کې مایکروسافټ ورډ، اکسیل پاور پواینټ او ون نوټOneNote پروګرامونه هم شته.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .