بغداد کې ځانمرګي برید اووه کسان ووژل

د خپريدو وخت: 08:48 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

د عراق طبي او امنیتي سرچینو ویلي چې د بغداد زرغونې سیمې دروازه کې ځانمرګي برید لږترلږه اووه کسان وژلي او ۲۹ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه برید په هغه ځای کې شوی، چې د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ او یو شمېر بهرني سفارتونه په کې موجود دي.

په دغه سیمه کې خورا ټینګ امنیتي تدابیر نیول کیږي.

پېښه سهار په داسې مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

سرچینې وايي په وژل شوو کې یو پولیس او دوه پوځيان دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .