کرزی: د بګرام ټول بندیان راوسپارﺉ

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

ولسمشر حامد کرزي له امریکا څخه غوښتي چې په بګرام زندان کې پاتې بندیان هم له دوه اړخيز تړون سره سم افغان لوري ته وسپاري.

ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي مارک ګراسمن سره په خبرو کې افغان لوري ته د ټولو بندیانو نه سپارل د دوه اړخيز تړون سرغړونه وبلله.

د ښاغلي کرزي ویاند ایمیل فیضي بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر کرزي له ګراسمن سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په په بګرام کې پاتې شاوخوا ۶۵۰ زندانیان افغان لوري ته ژر وسپاري.

د بګرام زندان واک څو ورځې وړاندې افغان حکومت ته وسپارل شوه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .