پاکستاني حکومت د سترې محکمې غوښتنه ومنله

د خپريدو وخت: 10:58 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

د پاکستان حکومت له سترې محکمې سره له یوې اوږدې لانجې په شا شوی چې له امله یې پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني هم خپله دنده له لاسه ورکړه.

محکمه له حکومته غواړي چې په سویس کې د ولسمشر آصف علي زرداري د فساد په تړاو دوسیې پرانیزي.

حکومت دغه غوښتنه په کلکه ردوله، خو اوس یې موافقه کړې چې سویس ته ولیکي د څېړنو په اړه بندیزونه لېرې کړي.

شنونکي وايي د لیک بڼه او دا چې ولسمشر ته به څه پایلې ولري لا نه دي روښانه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .