په چین کې جاپان ضد مظاهرې شوې

د خپريدو وخت: 12:49 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

د چین په ډېرو ښارونو کې جاپان ضد لاریون کوونکو د لانجمنو ځمکو اود جګړې پرمهال پر چین د جاپان د تېري پر ضد خپل اعتراض څرګند کړ.

زرګونه لاریون کوونکي په بیجینګ کې د جاپان د سفارت له مخې تېر شول، ځینو یې داسې شعارونه لېږدول چې د جګړې غږ په کې شوی وو.

څلور ورځني لاریونونه ددې لامل شوي چې ځینې مشهورې جاپاني کمپنۍ خپل کارونه په چین کې وځنډوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .