لیبیايي ډلې د امریکايي سفیر د وژلو تور رد کړ

د خپريدو وخت: 04:27 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

د ليبيا په بن غازي کې يوې اسلامي ډلې دا خبره رد کړې چې دوی دې تېره اوونۍ په دغه ښار کې د امريکا سفير کرېسټوفر سټيونز په وژنه کې څه کړي وي.

خو د انصار الشريعه په نامه دغې ډلې بي بي سي ته وويل باور لري چې د ليبيا جګړه لا تراوسه پای ته نه ده رسېدلې.

انصار الشريعه د ډېرو ليبيايي ملېشو تر منځ يوه ډله ده چې د وسلو اېښودل یې رد کړي دي.

دوی غواړي وګوري چې شرعي قانون په دغه هېواد کې پلي کېږي او ديموکراسي ردوي چې په باور يې له اسلام سره سمون نه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .