الشباب ډله له کېس مایو ښار نه د وتلو په حال کې ده

د خپريدو وخت: 04:18 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

په سومالیا کې د ساحلي ښار کېس مایو اوسېدونکي وايي د الشباب د توند لارې ډلي جنګیالي له دغه شار څخه د وتلو په حال کې دي.

د دغه ښار اوسېدونکو بي بي سي ته وویل الشباب خپل دفترونه تړلي دي، راډیويې شبکه یي چوپه ده او د درنو وسلو په شمول د خپلو تجهیزاتو په اېستلو بوخت دي.

بل لور ته د الشباب یوه ویندوی بي بي سي ته وویل چې دوی به په دغه ښار کې پاتې شی او دا چې له ښار نه د دوی د وتلو خبرې تش تبلیغات دي.

دافریقايي اتحاديې ځواکونه چې د سومالیا له دولت نه ملاتړ کوي له څو میاشتو راهیسې د بندر پر لور خورا پڅ پرمختګ کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .