د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رباني په نامه بدل شو

د خپريدو وخت: 04:24 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د برهان الدین رباني په نوم ونومول شو .

ټاکل شوې دغه نوم نن (چارشنبه/ دسمبر ۱۹) په رسمي توګه د چارواکو له خوا یاد شوي پوهنتون ته ورکړل شي.

دغه نومونه د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د پخواني وژل شوي ولسمشر برهان الدین رباني د لومړني تلین په مناسبت تر سره کیږي.

تر دې وړاندې د کندهار هوایي ډګر ته هم د برهان الدین رباني نوم ورکړل شوی.

خو ددغې نومونې پر سر افغانستان کې پراخه مخالفتونه راپیدا شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .