فرانسه په موقت ډول خپل یو شمېر سفارتونه تړي

د خپريدو وخت: 12:32 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

فرانسه وایې د جمعې په ورځ به په موقت ډول په شلو هیوادونو کې خپل سفارتونه اوښونځي وتړي . دا اعلان له هغه وروسته شوی چې یوې فرانسوۍ ورځپاڼې د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي په موخه د هغه کارتون کښلی دی.

فرانسه ویره لري چې ښایې له دې امله په ځینو هیوادونو کې د جمعې ترلمانځه وروسته سختي شخړي راپورته شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورینت فابیوز ویلي اندیښنه يي د هغو شلو کارتونونو له کبله ده چې د چارلي هیبدو اونیزې د تیرې اونۍ امریکا ضد اعتراضونو په تړاو چاپ کړي دي او هغه یې خندونکي بللي.

د دغې مجلې دفترونه په تېر نومبر کې هم د ورته کارټونونو د خپرولو له کبله تر برید لاندي راغلي وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .