پاکستان د ملګروملتو پروروستي رپوټ قهريدلى

د خپريدو وخت: 06:16 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

چين، روسيې، پاکستان اواذربايجان دهغو هيوادونو او وسله والو ډلو د غندلو لپاره چې ماشومان وژني او يا د عسکرو په توګه ترې کار اخلي، د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په کلنۍ رايه اچونه کې ممتنع رايه ورکړې ده.

دوى داسې استدلال کاوه چې پردې موضوع د ملګرو ملتونو پلټنوله خپلو واکونو نه پښه غځولې ده.

په ځانګړي ډول پاکستان د ملګروملتونو پروروستي رپوټ قهريدلى چې دغه هيواد يې د نړۍ د دوه پنځوسو هغو هيوادونو او وسله والو ډلو په لست کې راوستى چې د وسله والو شخړو پرمهال له ماشومانو ناوړه گټه پورته کوي .

خوله ممتنع رايو سره سره په دې برخه کې رايه اچونه ترسره شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .