دمشق کې نورې درنې جگړې شوې دي

د خپريدو وخت: 06:30 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

د سوريې په پلازمېنه دمشق کې نورې درنې جگړې شوې دي. د رپوټونو له مخې حکومتي ځواکونه د ښار په جنوبي برخه کې د حجرالسود سيمې ته نژدې کېږي.

حکومت مخالف فعالان وايي د سيمې اوسیدونکي له دې کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي چې حکومتي ځواکونه له هرې خوا بمباري او گوزارونه کوي .

له حلب ښار نه هم ددرنو جگړو رپوټونه ورکړل شوي دي . ياغيانو له ترکيې سره پر پوله د اوښتو راوښتو سرحدي لاره قبضه کړې ده او دسوري حکومت بيرغ يې ښکته کړى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .