پاکستان: له پوځ نه د امنیت خوندې ساتلو غوښتنه شوې

د خپريدو وخت: 04:06 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

په امریکا کې د جوړ شوي هغه فلم په ضد چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) ته په کې سپکاوی شوی د پاکستان مذهبي ګوندونو په پلازمېنه اسلام اباد کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی.

بل لور ته د دغه هېواد حکومت د امنیت خوندې ساتلو لپاره اسلام اباد ته پوځ غوښتی دی.

پاکستاني چارواکو د اسلام اباد د هغې سیمې لپاره چې بهرني سفارتونه په کې موجود دي د دغه هېواد له پوځ نه د امنیت خوندې ساتلو په چارو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .