د سومالیا په پلازمېنه کې ځانمرګي بریدونه شوي

د خپريدو وخت: 07:39 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

د سوماليا د پلازمېنې موګاديشو په يوه هوټل کې ځانمرګو خپل ځانونه الوځولي چې په پايله کې يې ۱۴ کسه وژل شوي دي.

ويل کېږي چې له ملي تياتر ته څېرمه په دغه ریسټورانټ کې ژورنالیستان او سياسي شخصیتونه اوسېدل.

د سوماليا د حکومتي تلوېزيون پخوانی ايډيتر، دوه نور خبريالان او دوه پوليس له وژل شویو کسانو څخه دي.

يو عکاس چې دغه صحنه يې په خپلو سترګو ليدلې وايي د بريدګرو سرونه او د وژل شويو د وينو کوچني ډنډونه يي ليدلي دي.

امنيتي ځواکونو دغه سيمه کلا بنده کړې او ولسمشر حسن شېخ محمود دغه بريد غندلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .