تايلنډ کې يوه موټر بم بريد پنځه کسه ووژل

د خپريدو وخت: 11:14 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

په تايلنډ کې يوه موټر بم بريد پنځه کسه ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړل.

پوليس وايي بم له هغه لږ وروسته د سای بوري په ښارګوټي کې وچاودېد چې وسله والو د سرو زرو پر يوې هټۍ بريد وکړ.

دوی وايي په سيمه کې يې د امنيت خوندي کولو لپاره اضافي پوليس ځای پر ځای کړي دي.

که څه هم تر اوسه د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو په تايلنډ کې اسلامي توندلارو له پنځو زرو زيات کسان وژلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .