د پاکستان مظاهرو کې ۱۹ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 04:05 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

د اسلام پر ضد د جنجالي فلم له امله د پاکستان په بيلابيلو ښارونو کې د تاوتريخوالو نه په ډکو مظاهرو کې لږ تر لږ نوولس تنه وژل شوي دي .

د کراچۍ په ښار کې پوليس د هغو مظاهره کونکو سره په نښته کيوتل چې بانکونو او سينما گانو ته يې اور ورته کاوه ، په تلويزيوني انځورونو کې ښکاريدل چې د پيښور په ښار کې اعتراض کونکو سپکې وسلې هم کارولې .

په پلازمينه اسلام اباد کې پوليسو د هغو زرگونه لاريون کونکو د يرغل مخه د اوښکو بهوونکو غازو په شيندلو سره ونيوله چې غوښتل يې ديپلوماتيکې سيمې ته وردننه شي هلته چې د امريکې سفارت هم دى .

په پاکستان کې د لاريون پر مهال د تاوتريخوالي رپوټونه داسې مهال ورکړل شوي چې دولت د جمعې په ورځ د سوله ييزو لاريونونو لپاره رخصتي اعلان کړې وه .

د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن د پاکستان له حکومته مننه وکړه چې په مظاهرو کې يې د هغه هيواد په ديپلوماتيکو سيمو د يرغل مخه نيولې وه:

''غواړم د پاکستان د حکومت له هغو ځلو مننه وکړم چې په اسلام اباد کې يې زموږ پر سفارت ، په لاهور ، پيښور او کراچۍ ښارونو کې يې زموږ د قونسلگريو ساتنه کړې ، زه غواړم په زغرده ووايم ، لکه څنگه چې مې په وار، وار ويلي تاوتريخوالي نور نه شو زغملاى ، د تاوتريخوالي لپاره نوره هيڅ توجيه نه ده پاتې ، خو ځيني حرکتونه شته چې موږ ترينه په هيڅ ډول ملاتړ نه شو کولاى.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .