کابل د م. م امنیت شورا ته د پاکستاني بریدونو شکایت وکړ

د خپريدو وخت: 09:25 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

د افغانستان حکومت د پاکستان له لوري د هېواد پر ختيځو سیمو د توغندیزو بریدونو له کبله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امنیت شورا ناستې ته د خپل حکومت اندېښنه رسولې ده، او ویلي دي چې دې موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سولې ټيکا او د سیمې پر ثبات اغېر کړی دی.

دا شکایت داسې مهال شوی، چې پر افغان خاوره د پاکستان د تېرې شنبې ورځ په وروستیو توغندیزو بریدونو کې د راپورونو له مخې، دوه سوه توغندي ویشتل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .