هند کې سېلابونو ۱۶ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 13:15 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

د هند په شمال ختیځ سیکېم آیالت کې د سیلابونو د راوتول له امله لږترلږه شپاړس تنه وژل شوي دي.

زیاتره وژل شوي هغه کارګران دي چې په لېرې پرتو سیمو کې په کار بوخت وو او په یوه کمپ کې یې ژوند کاوه.

بل خوا، په نیپال کې چارواکي وايي د همالیا په غرونو کې د واروې ښوېېدنې یا برف کوچ له امله لږتر لږه نهه تنه وژل شوي او څو تنه نور لا هم ورک دي.

پولیس وايي د یوه نیپالي لارښوونکي او یوه جرمن غره ختونکي جسدونه یې ددې هېواد په شمال کې موندلي دي.
خرابې هوا د څرخي الوتکو لپاره د پلټنې عملیات سخت کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .