لیبیا ناقانونه وسله والې ډلې منحلوي

د خپريدو وخت: 13:17 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

د لیبیا لوړو پوړو چارواکو ویلي په دې هېواد کې د ملېشو له خوا د امریکا د سفیر تر وژل کېدو وروسته به ټولې ناقانونه وسله والې ډلې منحلې کړي.

د شنبې په ورځ د لیبیا په ختیځ کې یوې ځواکمنې ملېشه ډلې وویل، دوی خپل عملیات پای ته رسوي.

د لیبیا په دننه او بهر کې د مېلشو د ځواک په اړه اندېښنې موجودې دي.

د ملي شورا مشر محمد مغریف وايي ټول هغه مرکزونه او ملېشې به لغوه شي چې د حکومت تر ولکې لاندې نه دي.

((موږ غواړو ټولې هغه ملېشې او د ملېشو مرکزونه منحل کړو چې د حکومت د واکمنې لاندې نه دي. او موږ پر ټولو هغو کسانو چې په سړکونو، څلورو لارو او عامه ځایونو کې وسلې لېږدوي تاوتریخوالی ودروي.))

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .