چین: پخوانی پولیس افسر محاکمه شو

د خپريدو وخت: 07:02 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

په چین کې د پولیسو یو پخوانی افسر د دې هېواد د سیاسي رسواییو په لړ کې د محکمې له خوا په پنځلس کاله بند محکوم شوی دی.

وانګ لي جون د تښتونې، له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او د یوه برتانوي سوداګر د وژنې د پټولو په تورونو تورن پېژندل شوی دی. هغه په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

وانګ د فبروری په میاشت کې د امریکا یوې کونسلګرۍ ته پناه یوړه او ادعا یې کړې وه چې د یوه پېژندل شوي سیاستوال بوشي لای مېرمنې خپل سوداګریز همکار د پیسو لانجې پر سر وژلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .