د چین په شرکت کې د شخړې په اړه تحقیقات کیږي

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

د چین په یوه برېښنايي شرکت کې د شاوخوا دوه زرو کارګرانو د شخړې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

چارواکي وايي د تای یوان د ګاونډیو ولایتونو کارګرانو د فاکس کان شرکت تکنولوژۍ په شرکت کې نښتې سره کړې دي.

پنځه زره پولیس د لسو ساعتونو په اوږدو کې پر دې وتوانېدل چې حالات کنترول کړي.

په پېښه کې څلوېښت تنه ټپیان شوي او ګڼ نور نیول شوي دي او د فابریکې تولیدات ځنډېدلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .